Talk:Dawlatzai

Latest comment: 7 years ago by Niamatullah Dawlatzai in topic Dawlatzai دولت زي

Dawlatzai دولت زي edit

دولت زي د دغې قبیلي خلک غلجي پښتانه دي اوخپله د نسب ونه يا شجره په سلیمان خيلو ورګډه وي دولت زي د افغانستان په ۲۸ ولایاتو کی استوګند دی او اوسیږی د ننګرهار ولايت د چپرهارولسوالی د دولت زيو د بي بي مهرو او چينی په کليواو د مومندو دری په ولسوالی، د پکتيا ولايت مرکز ګرديز ښار ته نږدې د حلیم کلا،غونډۍ، خدایدادخیل (لغړ)، حبیب خیل، ګداخیل، علیجان خیل په کلیو کې او د زرمت په ولسوالي د دولت زیو په کلی کې دسمنګانو دولايت مرکزد ایبکوپه ښارکې،<ref>دبغلان ولايت په مرکز،دبلخ ولايت دبلخ ولسوالی او په چاربولک ولسوالۍ کې، دميدان وردګو ولايت، دپروان ولايت په ترکمن دره کې او دکابل ښار دچهاردهي اوبګراميو ولسوالی په شينه اوده سبزولسوالی په بختيارانو کې او د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کی استوګنه لري، يوشمير دولت زی دکابل اوجلال آبادترمنځ دکابل دسيندپه دوا‌‌ړوغاړوکې دالیاس خیلوپښتنوسره په ګاونډکې ‌ژوندکوي اووکرکیلې په چاروبوخت دي ۱:دننګرهارولایت دچپرهارولسوالۍ ددولت زیو دکلي اوسیدونکي اودولت زي ددرویش خیلو الله دادخیلو او زادي خېلوپه څانګوویشل شوي دي ددوئ مشران وایي چې ددوی نیکونه ډیری کلونه وړاندې دکندهاراوغزني دسیموله شاوخوانه دې سیمې ته رالیږدېلي دي اودلته یې ‌ژوندغوره کړی دی دننګرهاردولت زي دبیمارو(بیماران) اوچینې دکلیوزیاتره دولت زي په کرکیلې اخته دي او دکرني حاصيلات يې جوار،غنم، او نورحبوبات دي خودوي دخپلوکرنيزو ځمکولپاره ډيري اوبه نلري نوځکه يې ډيرشميرخلک په بيوزلۍ کې شپي او ورځي تيروي په افغانستان باندی دروسي يرغلګررو ترتيری وروسته دنورو پښتني قومونو اوقبيلودخلکوپه څير دولتزی هم دخپل ټاټوبي اوځاي ځايګي نه کډوالۍ ته اړايستل شول اوزياتره يې پيښورته مهاجرشول چه هلته کچه ګړي، اکوړي خټک، جلوزيو، هنګو،کوهاټ، شين ډنډاومانسهره کې په کمپونوکې اوسيدل اوزياتره په مزدوريواوشاقه کارونوبوخت ول. دروسانوتر وتلو وروسته ددوي ډيري کوراني بيرته خپلو اصلي ټاټوبي ته راوستل شول. دسمنګانو ، بغلان، اوبلخ ولايتونو دولت زی هم زياتره په کرکيلي اوسوداګريو په چارو بوخت دی خوپه هيوادکې دتنظيمی جګړو وروسته دوی زياتره شميرمهاجرت ته اړايستل شول او دافغانستان په شمال کې دنورو پښتنوپه څيرددوی ځمکي اوجايدادونه، کورونه اونوری منقولي اوغيری منقولي شتمني يې ديوشمير جنګسالارانو لخوا ونيول شوي چي تراوسه هم هغوي په ولکه کې دی په پخواوختونوکې يوشمير دولت زيو کوچياني ژونددرلود او داوښانو، پسونو، وزو اوغوايانو رمي درلودی. خودوخت په تيريدوسره دوي کليوالي ژوندغوره کړي دي خويوشميريې لاتر اوسه پوری کوچياني سرګردانه ژوندتيروي. دولت زي ميلمه پالونکي، په علم او پوهي مين زړور اوپه پښتو او پښتونولۍ باندي ټينګ خلک دي دروسي ښکيلاکګرو په وړاندي په ميړانه جنګيدلۍ دي. د۱۳۶۰ه ش کال دسرشميرني له مخي دننګرهارولايت دچپرهارپه ولسوالي کې ددوي شميره ۴۶۵۹تنو په شا اوخواکې او دمومند دري په ولسوالۍ کې ددوي شميره ۱۴۰۳ تنوپه شاوخواکې ښودل شوي دی چي داشميربه اوس تردي لازيات وي دهيواد په پاتي نورو ولايتونوکې ددولت زيو دقبيلي دژوند اوشميرپه اړوندمي بشپړاو دقيق معلومات ترلاسه نشول کړاي د دولت زيو قوم سر تا سري شورا يواځینۍ بنسټیزه شورا ده چې د دولت زی قوم استازیتوب په داخل او خارج دواړو کې کوی، او هیچا ته اجازه نه ورکوی چې پدې یا په بل نوم د دولت زی قوم په استازولۍ او یا بنسټ جوړ کړي ، او که چیرې یې جوړ کړ د شورا له خوا به د سخت غبرګون سره مخامخ شی، او جوړه شوې شورا او یا بنسټ به غیر قانوني حیثیت ولري. . — Preceding unsigned comment added by Niamatullah Dawlatzai (talkcontribs) 13:12, 8 December 2016 (UTC)Reply