دلوی اوبخښونکی خدای (ج)په نامه

edit

خټګران د ژوب څخه راغلی خټګران وه
دوی په نسل او په قام کی کاکړان وه

کندهار کی یی ودان کړل ښه ځایونه
هم یی وکړل لوی کارونه خدمتونه

دامسلک وو ورته پاته د نیکونو
دوی ساتلی لا تر اوسه د وختونو

یس نیکه نقاش پر هر مکان وو
بی ساری مهندس استاد یاران وو

چی ګمبده د خرقی یی کړل ودانه
ښکلی ښار د کندهار یی کړی روښانه

بل یی کړی د بابا هم ښه عزت دی
احمدشاه ته یی جوړ کړی هم زیارت دی

ای شینواری دا سپیڅلی خادمان وه
په رښتیا چی دا وتلی معماران وه